په غور کې د ۳۰۵ میلیونه افغانیو د پرمختیایي پروژو پلي کېدل

د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې د تېر کال په ترڅ کې لسګونه پرمختیایي پروژې د طالبانو د ادارې له بودجې څخه د ۳۰۴ میلیونه او ۵۲۷ زره او ۶۳۷ افغانیو په ارزښت پلي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د چارواکو په وینا، دغه پروژې بېلابېلې برخې لکه بیارغونه، معارف، اقتصاد، روغتیا او فرهنګ پوښي. د عامه او کلیوالو سړکونو جوړول او رغول، د اوبو رسولو شبکې جوړول، د بندونو، جوماتونو او روغتیایي مرکزونو ودانول د دغو پروژو له مهمو برخو څخه شمېرل شوي دي.
غور د هېواد له غرنیو او لږ پرمختللو ولایتونو څخه دی، چې اوسېدونکي یې تل د بنسټیزو زېربناوو د نشتون، په ځانګړي ډول د لرو پرتو سیمو د محرومیت، شکایت لري. سره له دې چې د دغو پروژو د پلي کېدو اعلان شوی، خو د طالبانو اداره تر اوسه د څارنې څرنګوالي، د تطبیق معیارونو او د دغو پروګرامونو د عملي اغېز منتج جزئیات نه دي څرګند کړي.
د پرمختګ کارپوهان ټینګار کوي، چې د بودجې په لګښت کې شفافیت او د وګړو پر وړاندې حساب ورکونه د هرې دوامدارې پرمختیایي برنامې بنسټیز اصول دي. دوی هیله څرګندوي چې د غور سیمه ییز مسوولان به په دې اړه روښانه راپور وړاندې کړي.




