مېډل ايسټ آی: له ايران سره جګړې د اروپا سياسي رول کمزورې کړی

د ‘مېډل ايسټ آی’ خبري وبپاڼې په يو تحليلي راپور کې ويلي چې د ايران له جګړې څخه راولاړې شوې پېښې څرګندوي چې اروپا نور د نړيوالو معادلو په ټاکلو کې پخوانۍ اغېزمنه ونډه نه لري. دغه رسنۍ ټينګار کړی چې د اروپا هېوادونه د دغو پېښو پر مهال ونه توانېدل چې اغېزمن دريځ ښکاره کړي.
په راپور کې زياته شوې چې دا حالت د اروپايي اتحاديې لپاره د سياسي سپکاوي يوه بڼه ګڼل کېږي؛ هغه حالت چې د ليکوال په باور، د دې اتحاديې موقعيت يې لا پسې کمزوری کړی دی. د دې تحليل له مخې، اروپايي هېوادونه د بحران اړوندو لويې پرېکړو په بهير کې له څنډې راووتل.
‘مېډل ايسټ آی’ همدارنګه يادونه کړې چې د دغه بهير دوام کولای شي د اروپا دوديز نفوذ د نړيوالې سياسي صحنې په کچه لا محدود کړي او د نورو ځواکمنو هيوادونو پر لور يې تړلتيا ډېره کړي. راپور زياتوي چې د دې تحولاتو جيوپوليټيکي پايلو ته ډېره پاملرنه شوې او دا د نړيوال قدرت د توازن د بدلون يوه نښه بلل شوې ده.




