د واشنګټن مالي فشار پر سعودي؛ د «پيسو په بدل کې امنيت» نوې مرحله

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو، چې پکې یې له سعودي عربستانه غوښتنه کړې چې د امریکا د پوځي ملاتړ په بدل کې باید زیاتې پیسې ورکړي، د رسنیو او شنونکو پراخې غبرګونونه راپارولي دي. ټرمپ دا څرګندونې په يو اقتصادي ناسته کې وکړې چې د سعودي د ماليې وزير هم پکې حاضر و. هغه د دې هېواد وليعهد محمد بن سلمان ته په خطاب کې د مالیي د زياتوالي غوښتنه وکړه.
د يوې یمنۍ ورځپاڼې د سپتمبر په ۲۶مه خپور شوي راپور له مخې، دا څرګندونې د وروستیو امنیتي پېښو وروسته شوې دي، چې پکې د ریاض په سلطان هوايي اډه د راکټ برید هم شامل و، داسې راپورونه ورکړل شوي چې امریکايي ځواکونه په دغه اډه کې مېشت وو. د پېښې د زیانونو په اړه رسمي او خپلواکه جزئيات تر اوسه نه دي تاييد شوي.
د ناستې پر مهال ټرمپ په داسې لحن خبرې وکړې، چې ځينو رسنيو هغه سپک ګڼلی، او ټینګار یې وکړ چې ریاض باید د واشنګټن د پوځي ملاتړ په بدل کې لا زيات لګښتونه وکړي. هغه د سعودي له وليعهد سره خپلې پخوانۍ خبرې هم يادې کړې او ويې ويل چې پخوانۍ مشروطې ژمنې نور د منلو وړ نه دي او اوس د جدي پرېکړو وخت رارسېدلی دی.
په راپور کې راغلي چې دا چلند ښايي د واشنګټن او ریاض تر منځ د دوديزو اړیکو د بدلون نښه وي؛ اړیکې چې د لسیزو راهیسې د امنیتي همکارۍ او متقابلو ګټو پر بنسټ ولاړې دي. یو شمېر شنونکي وايي، په امريکا کې کورني فشارونه او په سیمه کې د نظامي لګښتونو زیاتوالی ښايي سپين ماڼۍ دې ته اړ کړي چې له خپلې خليجي متحدينو څخه زياته ونډه وغواړي.
د امريکا او سعودي عربستان اړيکې تل د منځني ختيځ د سياسي او امنيتي معادلو يوه مهمه ستنه ګڼل شوې ده، خو د ټرمپ نويو څرګندونو اوس د دې مشارکت راتلونکي او د دواړو لورو د متقابلو ژمنو د کچې په اړه پوښتنې راولاړې کړي دي.




