مهم خبرونهنړیوال

په اسرائیل کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې لسګونه د خطر زنګونه غږېدلي

د اسرائیل پوځ راډیو ویلي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې لږ تر لږه ۴۰ ځله د خطر زنګونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې غږېدلي دي. دا رسنۍ زیاته کړې چې دغه زنګونه د وروستیو امنیتي پېښو له امله فعال شوي دي.

ځینې اسرائیلي سرچینو تر دې مخکې د هغو زیانونو راپور ورکړی و چې د ایران پورې تړلو توغندیزو بریدونو وروسته پاتې شوي دي. تر اوسه د احتمالي تلفاتو یا دقیقو زیانونو په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي.

په ورته مهال، عبري ژبو رسنیو راپور ورکړی چې د اسرائیل سلګونه اتباع د اردن په العقبې هوايي ډګر کې راټول شوي دي. د دغو سرچینو په وینا، دوی د وروستیو امنیتي اندېښنو له امله دغه سیمه ته تللي دي.

په پخوانیو راپورونو کې هم ویل شوي و چې د اسرائیل زرګونه اوسېدونکي د توغندیزو بریدونو له وېري مصر ته د سینا دښتې پر لور تللي دي. د اسرائیل چارواکو تر اوسه د خپلو اتباعو د وتلو کره شمېر نه دی څرګند کړی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button