امنیت او پېښې

په سمنګان کې د برېښنا صاعقه يو تن وژلی

د طالبانو د سمنګان د امنيې قوماندانۍ ويلي چې يو ۴۵ کلن سړی د دې ولايت د خرم او سار باغ ولسوالۍ کې د برېښنا د صاعقې له امله ژوند له لاسه ورکړی دی. دا پېښه د شنبې ورځ، د حمل اتمه، د غرمې وروسته رامنځته شوې ده.

د امنيې قوماندانۍ وياند حشمت‌الله رحماني ويلي، پېښه د ورځې شاوخوا دوه بجې د کوه‌بست د برغزک په سیمه کې شوې ده.

د ده په وينا، دغه سړی چې د سيمې اوسېدونکی و، غوښتل يې خپل څاروي څراګاه ته منتقل کړي، خو د صاعقې هدف ګرځېدلی او ژوند يې له لاسه ورکړی دی.

سمنګان د افغانستان له شمالي ولايتونو څخه دی چې په ځينو برخو، په ځانګړي ډول غرنیو او پرانيستو سيمو کې، د بارانونو په موسم کې د برېښنا د صاعقې د پېښو احتمال زيات وي او خلکو ته له دغو پېښو څخه خطر متوجه وي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button