نبیل: د افغانستان ډېری نارینه د ښځو د حقونو له ملاتړ څخه شا ته شوي دي

رحمتالله نبیل، د ملي امنیت پخواني مشر، ویلي چې په داسې حال کې چې د طالبانو اداره له څلورو کلونو راپه دې خوا د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار بندیزونه وضع کړي، د افغانستان ډېری نارینه د ښځو د حقونو د دفاع له مسوولیت څخه لرې شوي او یا یې دا موضوع یوازې سیاسي وسیله ګرځولې ده.
نبیل د یکشنبې په ورځ، د وري په نهمه نېټه، په خپل پیغام کې د افغانستان د ښځو له «استقامت او زړورتیا» مننه وکړه او ویې ویل چې ښځې د خپلو بنسټیزو حقونو د ترلاسه کولو په لومړۍ کرښه کې ولاړې دي. ده ټینګار وکړ چې د طالبانو اداره د پراخو محدودیتونو په لګولو سره د ښځو بنسټیز حقوق په عملي ډول رد کړي دي.
نوموړي زیاته کړه چې د نجونو له زدهکړو او د ښځو له کار څخه محرومول یوازې د هغو پالیسیو یوه برخه ده چې د ښځو ټولنیز حضور یې محدود کړی دی. د دغو محدودیتونو پر وړاندې کورني او نړیوال غبرګونونه هم ښودل شوي، خو د طالبانو د ادارې په چلند کې تر اوسه هېڅ بدلون نه دی راغلی.
د ملي امنیت پخواني مشر همدارنګه څرګنده کړه چې په اوسني وضعیت کې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت تر ټولو دروند بار د ښځو پر اوږو دی، ځکه د ده په باور، د نارینهوو یوه لویه برخه د ښځو د حقونو په ملاتړ کې له خپلې ټولنیزې او اخلاقي دندې پاتې راغلې ده.
نبیل له ښځو وغوښتل چې خپله مدني مبارزه او داد غوښتنه دوامداره وساتي او پرېنږدي چې محدودیتونه په ټولنه کې یو عادي حالت وګرځي.




