د ترکیې لوړپوړی پلاوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب لپاره اسلاماباد ته ځي

په اسلاماباد کې د ترکیې سفارت خبر ورکړی چې یو لوړپوړی پلاوی به ډېر ژر پاکستان ته سفر وکړي. د دې سفر موخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په اړه منځګړیتوب ښودل شوی دی.
د ترکیې سفیر په پاکستان، عرفان نزیروغلو، له سیمهییزو رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دغه پلاوی راتلونکې اوونۍ اسلاماباد ته رسیږي او مشري به یې د ترکیې د استخباراتو رییس کوي. همداراز، یو شمېر کلیدي وزیران به هم د دې پلاوي برخه وي.
د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان، له دې وړاندې ویلي وو چې تر دې دمه د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اختلافاتو د کمولو هڅې ستاسې پایلې ته نه دي رسېدلي، نو اړتیا ده چې یو لوړپوړی پلاوی د اوربند د هوکړې د نهایي کولو لپاره واستول شي.
دا ګام په داسې حال کې اخیستل کېږي چې د طالبانو د ادارې او د پاکستان د حکومت ترمنځ ترینګلتیاوې، په ځانګړې توګه د ډیورند کرښې په اوږدو کې، بې ساري لوړې شوې دي. په تېرو اونیو کې د سرحدي نښتو، متقابلو تورونو او د افغان کډوالو ایستلو د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ نوې کچې ته رسولی دی.
سره له دې چې ترکیه په وروستیو کلونو کې هڅه کړې څو د سیمې د چارو منځګړي رول ته وده ورکړي، خو شنونکي د دې سفر د عملي پایلو په اړه بېلابېل نظرونه لري. د ډېرو په باور، تر هغه چې د طالبانو اداره د افغانستان دننه او نړیوال مشروعیت ترلاسه نه کړي، له دې ادارې سره هېڅ ډول رسمي هوکړه به له جدي ننګونو سره مخ وي.




