اقتصادمهم خبرونه
د مهترلام ښاروالۍ د ۱۰۶ میلیونه افغانیو عوایدو د راټولولو خبر ورکړې

د لغمان ولایت د مهترلام ښاروالۍ مسؤلین وايي، دغه اداره توانېدلې چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې ۱۰۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي. د دوی په وینا، دغه پیسې د دولت خزانې ته سپارل شوې دي.
د چارواکو له څرګندونو سره سم، دا عواید د ښار له بېلابېلو سرچینو ترلاسه شوي دي، چې پکې د مارکېټونو امتیازي حقونه، د دروازو محصول، د جوازونو وېش، د غرفو کرايې او د ښاري خدماتو وړاندې کول شامل دي.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، له ټول راټول شوي عوایده ۸۸ میلیونه افغانۍ د بیلابېلو پرمختیايي برخو او ښاري پروژو په لړ کې لګول شوې دي او پاتې برخه یې د دولت خزانې ته انتقال شوې ده.
په افغانستان کې ښاروالۍ د ښاري خدماتو د تنظیم، د مارکېټونو د سمبالښت او د ښار د اوسېدونکو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو مسؤلیت لري، او د دوی ډېره برخه عواید هم له همدې سرچینو څخه ترلاسه کېږي.




