اقتصادمهم خبرونه

په هلمند کې د ګلبیدي بند ړنګېدل؛ د سیمې خلکو د ټیټ کیفیت پروژې له امله غوسه ښودلې

د هلمند ولایت د واشیر ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د «ګلبیدي» بند چې شاوخوا یو کال مخکې د ۱۹ نیم میلیونو افغانیو په لګښت جوړ شوی و، د ۱۴۰۵ کال د لومړیو بارانونو پر مهال، درې ورځې وړاندې په بشپړ ډول نړېدلی دی. دوی غوښتنه کوي چې هغه انجنیران او مسوولین دې محاکمه شي چې د دغه پروژې په طرحه او جوړولو کې یې لاس درلود.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، دا بند د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP) په مالي ملاتړ جوړ شوی و، او موخه یې د اوبو مهارول او په ولسوالۍ کې د وچکالۍ د ناوړه اغېزو کمول و. خو د بند چټک نړېدل د پروژې د جوړښت کیفیت او تخنیکي څارنې په اړه جدي اندېښنې راپارولې دي.

واشیر د هلمند له شمالي ولسوالیو څخه ده، چې په وروستیو کلونو کې پرله‌پسې وچکالۍ تجربه کړې، او د هغې د ډېرو کلیو او کرنیزو سیمو ځمکې بایرې شوې دي. په دې شرایطو کې د کوچنیو اوبو زېرمو جوړول چې د باران اوبه ذخیره کړي، د بزګرانو لپاره ډېره حیاتي مانا لري.

اوسېدونکي ټینګار کوي چې د میلیونونو افغانیو لګښت په هغه پروژه چې له یو کال نه کم دوام کړی، باید په شفاف ډول وڅېړل شي. هغوی له د طالبانو اړوندو ادارو غواړي چې د دې پېښې تخنیکي او حقوقي څېړنه په علني ډول ترسره کړي او پایلې یې له خلکو سره شریکې کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button