افغانستان او ازبکستان د ۵۱۴ میلیونه ډالرو همکاریز تړونونه لاسلیک کړل

د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکتورونو ترمنځ د سوداګریزو ناستو او تواصل کنفرانس په ترڅ کې د ۵۱۴.۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د اقتصادي همکارۍ څو تفاهملیکونه لاسلیک شول. دا تړونونه د طالبانو د ادارې د چارواکو، د ازبکستان د سیمهییزو مسئولینو او د دواړو هېوادونو د خصوصي برخو د استازو په شتون کې نهایي شول.
په غونډه کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې یو بااعتماد شریک وباله او ټینګار یې وکړ چې په هېواد کې د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه موجود دي. نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترجیحي تعرفې تړون ته هم اشاره وکړه چې له مخې به د افغانستان یو شمېر صادراتي توکي ازبکستان ته په اسانه توګه صادرېږي.
د ازبکستان د نمنګان ولایت والي شوکت عبدالرازقوف په دې ناسته کې وویل، په افغانستان کې سوله او ثبات د ازبکستان لپاره حیاتي اهمیت لري او اقتصادي همکارۍ کولی شي سیمهییزې اړیکې لا پیاوړې کړي. نمنګان د ازبکستان له مهمو صنعتي او سوداګریزو ولایتونو څخه شمېرل کېږي.
د دغه تفاهملیکونو له مخې، همکارۍ به په هغو برخو کې پراخېږي لکه په افغانستان کې د چرګانو د فابریکې جوړول، د سمنټو او ډبروډبرو سوداګري، د وچو میوو او سبزیو صادرات، د خوراکي توکو او سون توکو واردات، د تخممرغانو تولید او د ورزشي خدمتونو پراختیا.
د یادولو وړ ده چې د سیمهییزو اقتصادي اړیکو پراختیا د افغانستان لپاره په اوسنیو شرایطو کې ځانګړی اهمیت لري؛ خو د دغو تړونونو عملي بریا به د باثباته اقتصادي فضا، د پروسو د شفافیت او د داخلي او بهرني پانګهوالو لپاره د وړاندوینې وړ شرایطو له رامنځتهکولو سره تړلې وي.




