امنیت او پېښېمهم خبرونه

په شیندند ولسوالۍ کې د سختو سېلابونو له کبله د مسافرو بس واوښت

په هرات ولایت د شیندند ولسوالۍ په عزیزآباد سیمه کې د ۴۰۴ ډوله مسافرو یو بس د سختو سېلابونو له امله واوښت. دا پېښه نن د سهار رامنځته شوې ده، هغه مهال چې د سختو بارانونو له امله سېلابونه راودرېدلي او د سیمې ځینې محلّي سړکونه یې ویجاړ کړي دي.

محلي سرچینې وايي، د ورځې په لومړیو ساعتونو کې باران دومره سخت وو چې د لارې ډېره برخه زیانمنه شوې او د وسایطو تګ‌راتګ له ستونزو سره مخ شوی دی. تر اوسه د دې پېښې د احتمالي تلفاتو په اړه کره جزیات نه دي خپاره شوي.

ځايي چارواکو له د سېلابونو د سیمو اوسېدونکو غوږنی کړی چې د سختو بارانونو پر مهال له زیانمنو سړکونو او هغو لارو څخه چې د سېلاب له ګواښ سره مخ دي، د تېرېدو څخه ډډه وکړي. له بلې خوا، د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي تل له مناسبې زېربنا نشتوالي او د مواصلاتي سړکونو د پیاوړتیا په برخه کې د دولت له نه‌پامۍ شکایت لري.

شیندند د هرات له لویو او ډېر نفوس لرونکو ولسوالیو څخه شمېرل کېږي چې په وروستیو کلونو کې یې څو ځل د موسمي سېلابونو شاهدۍ ورکړې دي. کارپوهان ټینګار کوي چې د سړکونو د حالت بیړنۍ څېړنه او د مخنیوي سیستمونو جوړول کولای شي د دې ډول پېښو د تکرار مخه ونیسي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button