امنیت او پېښېمهم خبرونه

د بغلان په پلخمري کې د طالبانو له‌خوا د پخواني پولیس وژنه

ځايي سرچینې په بغلان ولایت کې وایي چې د طالبانو اړوند کسانو تېر سه‌شنبه ماښام یو ځوان سړی د پلخمري ښار په یوه امنیتي پوستې کې په ډزو وژلی دی. د سرچینو په وینا، دا پېښه د ښار دننه او د سیمه‌والو د سترګو په وړاندې رامنځته شوې ده.

د معلوماتو له مخې، وژل شوی سړی زبیر نومېده او د جمهوري نظام پر مهال یې د پلخمري د لومړۍ امنیتي حوزې په پولیسو کې دنده ترسره کوله. نوموړي له هغه وروسته چې پخوانی نظام ولوېده او طالبان واک ته ورسیدل، خپله دنده له لاسه ورکړه او د خپلې کورنۍ د ژوند د چارو د برابرولو لپاره یې د ټکسي چلونې ته مخه کړې وه.

سرچینو زیاته کړې چې زبیر له دې وړاندې هم د طالبانو له‌خوا ګواښل شوی و. د هغه خپلوان وایي چې نوموړي څه موده په ایران کې تېره کړې وه او څو میاشتې وړاندې بېرته افغانستان ته ستنېدلی و.

تر د دې خبر د خپرېدو پورې، د طالبانو د ادارې چارواکو په بغلان کې د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي. د دې ادارې چوپتیا داسې مهال ده چې په وروستیو کلونو کې د بشري حقونو بنسټونو د پخوانیو امنیتي ځواکمنو د نیونو، ګواښونو او تاوتریخجن چلندونو په اړه ګڼ شمېر راپورونه خپاره کړي دي، خو د دغو پېښو د وضاحت او ځواب‌ګویۍ غوښتنې تر اوسه بې‌پاسخه پاتې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button