امنیت او پېښېمهم خبرونه

په بادغيس کې د سېلاب له امله څلور کسان وژل شوي

د بادغیس ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د سېلابونو له امله څلور کسان، چې یوه ماشومه هم پکې شامله ده، ژوند له لاسه ورکړی، دوه تنه ټپيان شوي او یو شمېر نور لاهم نادرک دي.

د بادغیس د ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې تأیید کړې ده چې دا پېښه د وروستیو بارانونو له امله رامنځته شوې او له دې سره د خلکو د مرګ ژوبلې تر څنګ مالي تاوان هم اوښتی دی. د سرچینې په وینا، د ځینو زیانمنو سیمو وضعیت لاهم د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د انساني تلفاتو تر څنګ، د سیمې د اوسېدونکو ګڼ شمېر څاروي له منځه تللي او د استوګنې کورونه هم زیانمن شوي دي. په لوېدیځو ولایتونو، په ځانګړې توګه په بادغیس کې، موسمي سېلابونه هر کال د کليوال اوسېدونکو پر ژوند او مالونو درانه زیانونه اړوي.

د دې ډول طبیعي پېښو د تکرار په نظر کې نیولو سره، تمه کېږي چې د طالبانو اداره د زیانمنو خلکو د ژغورنې، د نادرکه کسانو د لټون او د بېړنیو مرستو د برابرولو لپاره مؤثر ګامونه پورته کړي؛ دا هغه غوښتنه ده چې د زیانمنو سیمو اوسېدونکي یې تل له چارواکو نه کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button