اقتصاددوهم سرلیکمهم خبرونه

د هرات د سوداګرو له لوري د ایران د جګړې ځپلو ته د ۱۵ میلیونه افغانیو مرسته

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی چې ملي سوداګرو د دې ادارې له لارې نږدې ۱۵ میلیونه افغانۍ د ایران د جګړې له امله زیانمنو کورنیو د ملاتړ لپاره ځانګړې کړې دي. دا مرستندوی بسته د شنبې په ورځ د ایران قونسلګرۍ ته وسپارل شوه.

د دې خونې مسوولین وایي، د دغې مرستې موخه له هغو کورنیو سره د خواخوږۍ او همبستګۍ څرګندول دي چې د امریکا او اسراییلو د وروستیو بریدونو له امله په ایران کې زیانمنې شوې دي. د دوی په وینا، دغه مرستې د هرات د سیمه‌ییزو چارواکو په همغږۍ او د ایران د قونسلګرۍ له لارې سپارل شوې دي.

محمد یونس قاضي‌زاده، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس ویلي: «نن مو ۱۵ میلیونه افغانۍ د هرات د ولایت مقام او د ایران قونسلګرۍ له لارې د ایران عزیز ولس ته وسپارلې، او دا لړۍ به دوام ولري.»

په همدې مهال، د ایران د قونسلګرۍ مسوولینو په هرات کې د دې اقدام مننه کړې او ټینګار یې کړی چې افغانستان او ایران تل یو د بل ترڅنګ ولاړ دي او د یو بل ستونزې درک کوي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه همدارنګه یادونه کوي چې د ایران ولس د بېلابېلو کړکېچونو پر مهال د افغانستان له خلکو ملاتړ کړی، او د هغوی همکاري د هېواد بېوزلو کورنیو ته رسېدلې ده.

د دې ادارې مسوولینو زیاته کړې چې د خصوصي سکتور بشري مرستې به د ایران د جګړې له زیانمنو سره دوام ولري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button