په ۳۰ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو اټکل شوی

د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست اعلان کړی چې سبا په ۳۰ ولایتونو کې د سختو بارانونو، چټکو بادونو او سېلابونو د رامنځته کېدو امکان شته.
د دې اټکل له مخې، د هرات، فراه، نیمروز، هلمند، غور، فاریاب، دایکنډي، ارزګان، زابل، پکتیکا، پکتیا، خوست، لوګر، غزني، میدان وردک، بامیان، سرپل، کندز، سمنگان، بغلان، پروان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، ننګرهار، لغمان، کنر، نورستان، تخار او بدخشان ولایتونه د دې خبرداري تر پوښښ لاندې راځي.
د هوا پېژندنې ریاست له د دغو ولایتونو له اوسېدونکو غوښتي چې د سیندونو د اوبو د سطحې د لوړېدو او د ناڅاپي سېلابونو د امکان له امله، په زیانمنو سیمو کې د احتیاط تدابیر ونیسي.
افغانستان د خپلې جغرافیایي موقعیت او د ډېرو غرنیو سیمو له امله هر کال د بارانونو په موسم کې د تاواني سېلابونو شاهد وي چې مالي زیانونه او د انسانانو تلفات له ځان سره لري.




