د طالبانو د دفاع وزارت د پاکستان ادعاوې د افغان خاورې د نیولو په اړه رد کړې

د طالبانو د ادارې د دفاع وزارت د پاکستاني رسنیو هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د پاکستاني ځواکونو لهخوا د افغانستان ځینې برخې نیول شوې دي او دا یې بېاساسه بللي دي. د دې وزارت په وینا، د هېواد هېڅ برخه د پاکستاني ځواکونو تر واک لاندې نه ده راغلې.
د وزارت چارواکي وايي چې په پکتیکا، نورستان او نورو پولو سیمو کې وضعیت عادي دی او ټولې ساحې د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې دي. هغوی ټینګار کړی چې په دې سیمو کې تحرکات په عادي ډول روان دي.
په ورته وخت کې، د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال د پکتیکا ولایت د تروه ولسوالۍ څخه لیدنه کړې ده؛ هغه سیمه چې ځینو د پاکستان له پوځ سره تړلو سرچینو ادعا کړې وه چې نیول شوې ده. د طالبانو د دفاع وزارت ویلي چې د دې سفر موخه د امنیتي وضعیت میداني ارزونه او د یادو ادعاوو عملي ردول وو.
دغه نوې ادعاګانې په داسې حال کې راپورته کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله په تېرو کلونو کې کله ناکله د ترینګلتیاوو او متقابلو څرګندونو شاهده وه؛ یوه موضوع چې تل یې د پولو اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.




