مهم خبرونهنړیوال

اېران پورې تړلو هکرانو د اف‌بي‌اي د رئيس شخصي ايميل هک کړی

د امريکا د عدليې وزارت ويلي، د فدرالي پلټنو د ادارې (اف‌بي‌اي) د مشر کش پاتل شخصي ايميل د سايبري بريد هدف ګرځېدلی او هک شوی دی. د دې وزارت په وينا، هغه هکري ډله چې «حنظله» نومېږي، د دې پېښې مسئوليت پر غاړه اخيستی دی.

په د امريکا د عدليې وزارت رسمي اعلاميه کې ويل شوي چې له اېران سره تړلو هکرانو ادعا کړې چې د پاتل شخصي برېښنالیک ته يې لاسرسی پيدا کړی او يو شمېر انځورونه او اسناد يې په انټرنټ خپاره کړي دي.

د عدليې وزارت يوه بل چارواکي هم دا پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي چې لومړنۍ پلټنې ښيي، هغه مواد چې په مجازي فضا کې خپاره شوي، ظاهراً د اعتبار وړ ښکاري. خو د افشا شويو معلوماتو د کچې او د نفوذ د څرنګوالي په اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.

دغه سايبري بريد په داسې وخت کې راپور شوی، چې د امريکا او اسرایيلو تر منځ له اېران سره تاوتريخوالی او پوځي شخړې لا هم روانې دي. تر اوسه د اېران رسمي مقاماتو په دې اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button