مهم خبرونهنړیوال

ایران د درد ضد درملو لپاره د تریاکو قانوني کرکېله غواړي

د ایران د روغتیا وزیر محمدرضا ظفرقندي د دغه هېواد له چارواکو غوښتي چې د قوي درد وژونکو درملو لپاره د اړینو موادو د برابرولو په هدف، د تریاکو د کرلو لپاره قانون جوړ کړي. نوموړي خبرداری ورکړی چې له افغانستان څخه د خامو موادو نه راتللو له امله د ایران د درمل جوړونې صنعت له بحران سره مخ دی.

ظفرقندي چې د کرمان ولایت د پراختیا او پلان جوړونې شورا په غونډه کې خبرې کولې، وویل چې مورفین او پټیډین په څېر قوي درد وژونکي درمل د روغتونونو په طبې خدماتو کې حیاتي رول لري. هغه ټینګار وکړ چې د یادو درملو نشتوالی د ناروغانو د درملنې بهیر ګډوډوي او باید ژر تر ژره ورته حللاره پیدا شي.

د دې ایراني چارواکي په وینا، پخوا به د درملو جوړولو لپاره اړین خام مواد له افغانستان څخه واردېدل، خو اوس د افغانستان د لګېدلو محدودیتونو له امله دا لړۍ تر ډېره بنده شوې ده. ظفرقندي زیاته کړه چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ایران ته رسمي ویلي چې دوی به اجازه ور نه کړي چې دغه مواد انتقال شي.

د ایران د روغتیا وزیر وویل، یوازینی پایدار حل دا دی چې د درد د درملو د جوړولو لپاره پر کورني تولید تکیه وشي. نوموړي ټینګار وکړ چې د تریاکو کر باید “د امنیتي او عدلي ادارو تر نظارت لاندې” او یوازې د طبي موخو لپاره وشي.

سره له دې چې په ایران کې له څو لسیزو راهیسې د درمل جوړونې لپاره د تریاکو کارول بند دي، خو د دغه هېواد چارواکي وايي چې دا ماده د درد کمونکو درملو اصلي برخه جوړوي. ایران په ۱۳۴۰ لمریز کال کې له نړیوالو د مخدره موادو د کنټرول کنوانسیون سره یو ځای شوی، او د کوکنارو کر باید تر سخت نظارت لاندې وي.

له افغانستان څخه د خامو موادو محدود شوی انتقال د یوه ستر ستونزمن واقعیت انعکاس دی، چې ښيي څنګه د طالبانو د سختو پالیسیو او له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د شفاف تعامل نشتون کولی شي د سیمې پر درملو عرضه ناوړه اغېز وکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button