مهم خبرونهنړیوال

سنتکام په سعودي کې د امريکايي اف-۱۶ جنګي الوتکې بېړنی ناست تأييد کړه

د امريکا د متحدو ايالتونو مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ويلي چې د دغه هېواد يوه اف-۱۶ جنګي الوتکه په بېړني ډول د سعودي عربستان په خاوره کې ناسته کړې ده. دا تأييد وروسته له هغې خپور شو چې د دې الوتکې د حالت په اړه راپورونه په رسنيو کې خپاره شول.

څو ساعته مخکې ځينو رسنيو راپور ورکړی و چې يوه امريکايي جنګي الوتکه په سيمه کې له ستونزې سره مخ شوې ده. هم‌مهاله، يو شمېر اسرائيلي رسنيو راپور ورکړی و چې يوه اف-۱۶ الوتکه د سعودي عربستان په خاوره کې بېړنی ناست ترسره کوي.

سنتکام پرته له دې چې د پېښې د علت يا د پيلوټ د وضعيت په اړه نور جزئيات ورکړي، يوازې د دې جنګي الوتکې بېړنی ناست تأييد کړی دی. تر دې دمه د پېښې د څرنګوالي په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button