د افغانستان له هوايي ډګرونو د بهرنیو الوتنو د ټکټ بیې ۴۰ سلنه لوړې شوي

د سیمې د ترینګلتیاوو له زیاتوالي او د هوايي مزلونو د بدلون له امله، د افغانستان له هوايي ډګرونو د بهرنیو الوتنو د ټکټ بیې په څرګند ډول لوړې شوې دي. د ګرځندوی شرکتونو د چارواکو په وینا، په ځینو مزلونو کې دا زیاتوالی تر ۳۰ او ۴۰ سلنې رسېږي، چې د خلکو لپاره یې سفر کول ستونزمن کړي دي.
د ګرځندوی شرکتونو مسوولین وايي، د سیمې وروستۍ بېثباتۍ، د الوتنو د مسیرونو بدلون او د نړیوالو تیلو د بیو لوړېدل، د دې ګرانۍ اصلي لاملونه دي. د دوی په وینا، ځینې فعال هوايي ډګرونه د ترانزیتي ټکټونو بیې خورا لوړې اعلانوي او په ځینو مواردو کې مخکې ریزرف شوي ټکټونه هم لغوه شوي دي.
احمد سیر رحماني، د افغانستان د ګرځندوی شرکتونو د اتحادیې رییس، ویلي چې ډېر افغانان چې غواړي له هېواده بهر سفر وکړي یا بېرته راستانه شي، له جدي ستونزو سره مخ دي. هغه ټینګار کړی چې د لګښتونو زیاتوالی پر مسافرو دوه چنده فشار اچوي او د اړینو سفرونو بهیر یې ګډوډ کړی دی.
په کابل کې د ګرځندوی یو شمېر شرکتونه وایي، د ټکټونو د بیې له لوړېدو سره د دوی د مراجعينو شمېر په څرګند ډول راکم شوی او د دوی سوداګري د پخوا په څېر ګرمه نه ده. دوی خبرداری ورکوي، که دا لړۍ همداسې دوام وکړي، د ګرځندوی خدمتونه به له لا ژور اقتصادي رکود سره مخ شي.
دغو شرکتونو د طالبانو له ادارې غوښتي چې د هوايي ټکټونو د مالیاتو په برخه کې بیاکتنه وکړي او د معافیت یا کمښت له لارې د بیو د راټیټولو زمینه برابره کړي. د دوی په باور، د طالبانو د ادارې له لوري د ملاتړ روښانه پالیسي نهشتوالی کولای شي پر دې برخه لا زیات فشار وارد کړي او کړکېچ لوړ کړي.
په همدې حال کې، د کابل یو شمېر اوسېدونکي چې د زده کړو، کار یا درملنې لپاره بهر ته د سفر اړتیا لري، د لګښتونو له زیاتېدو اندېښنه څرګندوي او وايي، د دې وضعیت دوام به د ډېرو کسانو لپاره د زدهکړو او درملنې فرصتونه محدود کړي.
د هوانوردۍ کارپوهان وايي، د منځني ختیځ د ترینګلتیاوو زیاتوالی لامل شوی چې ځینې هوايي شرکتونه خپل پروازي مسیرونه بدل کړي. دوی وايي، دا کار د نړیوالو تیلو د بیو له لوړېدو سره یوځای، د الوتنو د عملیاتو لګښتونه زیات کړي او په مستقیم ډول یې د افغانستان د هوايي ټکټونو پر بازار اغېز کړی دی.




