طالبانو د نورستان د برخو د سقوط ادعا بېاساس وبلله

د طالبانو تر واک لاندې د ختیځې سیمې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو چارواکي وايي، د هغو راپورونو ادعا چې ګواکې د نورستان ولایت ځینې برخې د پاکستاني ځواکونو لاس ته لوېدلې دي، بېاساسه ده. د دوی په وینا، امنیتي ځواکونه لا هم د کامدیش او برګمټال ولسوالیو په سنګرونو کې شتون لري او وضعیت د دوی تر کنټرول لاندې دی.
وحیدالله محمدي، د دغه قول اردو ویاند، ویلي چې د ادارې یو پلاوی د کامدیش او برګمټال ولسوالیو ته سفر کړی او له نږدې یې وضعیت ارزولی دی. نوموړي زیاته کړه، هغه ادعاوې ناسمې دي چې ګواکې یادې ولسوالۍ د “پاکستان پوځي رژیم” تر واک لاندې تللې دي او ټینګار یې وکړ چې ځواکونه به د هېواد له “هر وجب خاورې” دفاع وکړي.
خو د سیمې اوسېدونکي بیا له دې روایت سره مخالف دي. هغوی وايي، د پاکستاني ځواکونو له لوري د ډیورند کرښې پر امتداد ډزې او بریدونه زیات شوي او د کونړ ـ نورستان ختیځې لویې لارې تګ راتګ له ستونزو سره مخ دی. د خلکو اقتصادي او ټولنیز فعالیتونه یې هم اغېزمن کړي دي.
په همدې حال کې د کونړ ولایت سیمهییزو مسوولانو ویلي چې دوه ورځې وړاندې د پاکستاني ځواکونو د ډزو له امله، چې د ډیورند کرښې ته نژدې سیمو ته شوې وې، لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او څو تنه نور ټپیان دي.
د روان وضعیت دوام او د تګ راتګ د لارو تړل کېدل د ملکي وګړو د خوندیتوب جدي اندېښنې راپارولي دي. د نړیوالو منل شویو اصولو له مخې، د ملکیانو په نښه کول او د حیاتي لارو تړل د جګړې د قوانینو څرګند سرغړونه بلل کېږي؛ خو د پولهیزو سیمو اوسېدونکي وايي، لا هم د امنیت د ټينګښت او د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات نه دي شوي.




