سياستمهم خبرونه

د افغانستان دایمي استازي د پاکستان سرحدي مخکې تګ وغنده

د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان دایمي استازي سرپرست نصیر احمد فایق د پاکستان له‌خوا د افغانستان پر خاوره د پوځي مخکې تګ او بمبارۍ په کلکه غندنه کړې ده او دا یې د نړيوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره سرغړونه بللې ده. فایق ټینګار کړی چې د هر هېواد له‌خوا د افغانستان خاورو ته ننوتل او د هغو نیول د ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي.

هغه ویلي، هېڅ پلمه، حتی په کابل کې د یو مشروع حکومت نشتون، د یو خپلواک هېواد د اشغال یا بمبارۍ جواز نه شي ورکولی. نوموړي زیاته کړه چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه نه شي کولی د ملکي خلکو پر نښه کولو او یا د پولو په اوږدو کې د وضعیت د بدلون پلمه وګرځي.

د نوموړي په وینا، پاکستان چې په تېرو لسیزو کې په طالبانو د ملاتړ او پناه ورکولو تورن شوی، اوس نه شي کولی د «د ترهګرۍ پر ضد مبارزې» تر نوم لاندې د افغانستان خاوره د هوايي بریدونو هدف وګرځوي یا یې برخې تر خپل کنټرول لاندې راولي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو اداره تر اوسه د دې راپورونو په اړه څرګنده او اغېزمنه غبرګون نه‌دی ښودلی او دا چوپتیا د یو شمېر سیاسي څېرو له خوا د نیوکو سره مخ شوې ده.

فایق په دې ټینګار کړی چې د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د معاملې وړ نه دي او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې پر دې موضوع جدي څېړنه وکړي او د دې بهیر د دوام مخه ونیسي.

په ورته وخت کې، د بي بي سي له‌خوا خپاره شوي نوي سپوږمکیز انځورونه ښيي چې پاکستان په وروستیو اونیو کې په منظم ډول د افغانستان خاوره څو کیلومتره وړاندې نیولې او د سیمو د حصارکشی او اغزن تارونو ایښودلو کارونه یې کړي دي. د دې انځورونو پر بنسټ، د دیورند کرښې په اوږدو کې د کنړ، نورستان او یو شمېر نورو سرحدي سیمو موقعیتونه بدل شوي او نوي کرښې د افغانستان په خاوره کې دننه رسم شوي دي.

د دیورند کرښه، چې له استعماري دورې راهیسې د اختلاف سبب پاتې شوې، د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یوه حساسې موضوع ده او د هغې په هر ډول بدلون کې جدي سیاسي او امنیتي پایلې اټکل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button