دوهم سرلیکسياستمهم خبرونه

عفو بین‌الملل له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو د زده‌کړو دروازې پرانیزي

د عفو بین‌الملل سازمان ویلي چې د افغانستان د نوي تعلیمي کال له پیل سره، لا هم له شپږم ټولګي پورته نجونې او ښځینه محصلان د مکتب او پوهنتون له زده‌کړې بې‌برخې دي. دغه بنسټ ویلي، پر نجونو د زده‌کړې محدودیتونه پرته له کوم بدلون دوام لري.

عفو بین‌الملل له د طالبانو له ادارې غوښتي چې ژر تر ژره د نجونو د مکتبونو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو زمینه برابره کړي. دغه سازمان ټینګار کړی چې زده‌کړه د انسان له بنسټیزو حقونو څخه ده، او د نجونو منظم محرومول د دې حق څرګند سرغړونه ده.

له هغه راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، د نجونو او ښځو پر زده‌کړه پراخ محدودیتونه لګول شوي دي. دا مهال نجونې یوازې تر شپږم ټولګي پورې د زده‌کړې اجازه لري، او د منځنیو، لېسو او پوهنتونونو دروازې پرې تړلې پاتې دي.

نړیوالو بشري حقونو بنسټونو څو ځله خبرداری ورکړی چې د دغه وضعیت دوام به د افغانستان لپاره اوږدمهاله ټولنیزې او اقتصادي پایلې ولري. له دې خبرداریو سره سره، د طالبانو اداره تر اوسه د دغو محدودیتونو د لرې کولو لپاره عملي ګام نه دی اخیستی او د نجونو د زده‌کړو د محرومیت سیاست لا هم دوام لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button