سياستمهم خبرونه

د بشري حقونو د څار سازمان: د پاکستان هوايي برید په کابل کې پر درملیز مرکز «غیرقانوني» و

د بشري حقونو د څار سازمان د پاکستان وروستی هوايي برید په کابل ښار کې د روږدو د بیا رغونې پر یوه مرکز «غیرقانوني» بللی او خبرداری یې ورکړی چې دا پېښه ښايي د جګړې د جنایت مثال وي. دغه سازمان ټینګار کړی چې شته اسناد ښيي د برید هدف یو غیرنظامي درملیز مرکز و.

د نړیوالو سرچینو د راپور له مخې، دا برید د مارچ په ۱۶مه نېټه د «امید» په نوم د موادو د روږدو د بیا رغونې مرکز په پخواني فینیکس کمپ کې د کابل ختیځ ته ترسره شو. د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۴۳ تنه وژل شوي او له ۲۵۰ زیات کسان ټپیان شوي، چې ډېری یې د درملنې لاندې ناروغان وو.

پاتریشیا ګوسمن، د بشري حقونو د څار د اسیا د برخې مرستیالې، ویلي چې اسناد ښيي دا برید پر یو پېژندل شوي درملیز مرکز شوی او له امله یې لسګونه ناروغان وژل شوي دي. هغې زیاته کړې ده چې مسوول چارواکي باید روښانه کړي چې ولې دغه ځای هدف وګرځېد او څوک باید د دې برید ځواب ورکړي.

د دې مرکز یو کارکوونکی چې له بشري حقونو د څار سازمان سره یې خبرې کړي، ویلي چې د برید په پایله کې درې ودانۍ، په ګډون د خوراک خونې، د سلګونو ناروغانو استوګنځای او د پام محافظتي پوسته ویجاړې شوې دي. د برید پر مهال له یو زرو ډېر ناروغان په مرکز کې موجود وو او ډېری یې د روژې د ماتي لپاره راټول شوي وو.

د بشري حقونو د څار سازمان د سپوږمکۍ انځورونو او بصري شواهدو په استناد ویلي چې د یادې کمپ برخې یا په بشپړه توګه ویجاړې شوې او یا سختې زیانمنې شوې دي. دغه سازمان زیاتوي چې هېڅ نښه نشته چې دا درملیز مرکز په پوځي موخو کارول شوی وي.

د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې، درملیز تاسیسات ځانګړې ساتنه لري او جګړه‌کوونکي لوري مکلف دي چې تر نظامي هدفونو او ملکی وګړو او ځایونو توپیر وکړي. دغه نهاد ټینګار کړی چې هغه بریدونه چې بې توپیره ترسره شي او یا هم پر ملکیانو نامناسب تلفات ورسوي، د جګړې د قوانینو جدي سرغړونه ګڼل کېدای شي.

د بشري حقونو د څار سازمان له پاکستان څخه غوښتي چې د دې پېښې په اړه بېړنی، بې‌طرفه او هر اړخیز تحقیق ترسره کړي او که سرغړونې تایید شي، عاملین دې عدلي او قضایي تعقیب او ځواب ویلو ته راولي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button