مهم خبرونهنړیوال

بولتون: که طالبان غواړي د امريکا سره اړيکې ښه کړي، بايد د ايران د نظام د بدلون ملاتړ وکړي

د امريکا د پخواني ملي امنيت سلاکار جان بولتون ويلي، که د طالبانو اداره غواړي له متحده ايالاتو سره خپلې اړيکې ښه کړي، بايد د ايران په اړه له واشنګټن سره همکاري وکړي. هغه ټينګار وکړ چې تر څو د طالبانو په تګلارو کې اساسي بدلون رانه شي، د امريکا دريځ به د دې ډلې پر وړاندې بدل نه شي.

بولتون د چهارشنبې په ورځ د افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې زياته کړه چې متحده ايالات د طالبانو د ادارې تګلارې د ايران د اسلامي جمهوريت په اړه په دقيقه توګه څاري. د ده په وينا، دا چې طالبان له تهران سره څنگه تعامل کوي، د واشنګټن د پام وړ موضوع ده.

هغه وويل، که طالبان غواړي له امريکا سره په اړيکو کې خلاصون رامنځته کړي، نو بايد د ايران د واکمن نظام د بدلون په برخه کې همکاري وکړي. بولتون په دې مرکه کې د ايران حکومت د سيمې د بې‌ثباتۍ عامل وباله، خو د دې همکارۍ د څرنګوالي په اړه يې نور جزئيات ورنه کړل.

د امريکا پخواني ملي امنيت سلاکار همدارنګه وويل، شک لري چې د طالبانو اداره به دا لاره خپله کړي، ځکه کېدای شي د احتمالي پايلو اندېښنه ولري. د طالبانو اداره تر اوسه د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button