په پاریس کې د برېښنا پرې کېدو مترو ودراوه

د پنجشنبې په سهار، د فرانسې د برېښنا د وېش شبکې مسوول شرکت «اندیس» خبر ورکړی چې په پاریس ښار کې په یو شمېر سیمو کې د برېښنا پراخ اختلال رامنځته شوی دی. د دغه پېښې له امله، د عامه ترانسپورت یو شمېر خدمات، په ځانګړي ډول د مترو کرښې او شاوخوا سیمو ته تګراتګ کوونکي اورګاډي، له درېدلو سره مخ شوي دي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د دې شرکت لهخوا خپره شوې ده، راغلي چې د برېښنا د پرې کېدو دقیق لامل لا هم نه دی مشخص او پلټنې دوام لري. سره له دې، د دې پېښې سمدستي پایله دا وه چې زرګونه هغه پاریسيان چې پر عامه ترانسپورت تکیه لري، له تګراتګ څخه پاتې شوي دي.
پاریس چې د اروپا له مهمو ښارونو څخه شمېرل کېږي، هم د ترانسپورت او هم سیاحت په برخه کې ستر ظرفیتونه لري او د انرژۍ پراخ او پېچلي زیربناوې لري. د فرانسې په پلازمېنه کې د دا ډول اختلالاتو پېښېدل د عادي حالاتو په شرایطو کې ډېر کم لیدل کېږي او د سیمې چارواکو او رسنیو پام یې ځان ته رااړولی دی.
دغه پېښه په داسې وخت کې رامنځته شوې چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د انرژۍ د تأمین او برېښنايي زیربناوو ستونزې، په ځانګړي ډول د ډېر مصرف په موسمونو کې، د خلکو ګډه اندېښنه ګرځېدلې او د مخنیوي لپاره اغېزمنو ګامونو ته اړتیا لیدل کېږي.




