دوهم سرلیکمهم خبرونهنړیوال

حزب‌الله د اسراییلو د ۱۷ مرکاوا ټانکونو د له منځه وړلو خبر ورکړ

د لبنان حزب‌الله جنبش اعلان کړی چې له تېرې نیمې شپې تر نن د پنجشنبې تر غرمنۍ پورې یې په بېلابېلو جلا بریدونو کې د اسراییلو د پوځ ۱۷ ټانکونه په بېلابېلو سیمو کې په نښه کړي دي. د دې ادعا له مخې، د اسراییلو پرمختللي مرکاوا ټانکونه د دغو عملیاتو پر مهال هدف ګرځېدلي دي.

په لومړۍ پېښه کې چې د شپې په ۱:۵۰ بجو شوې، یو مرکاوا ټانک د «دیر سریان» ښارګوټي ته څېرمه د یو توغندي په وسیله وویشتل شو او د حزب‌الله په وینا دا برید «دقیق او حتمي» دی.

همدارنګه د شپې په ۲:۲۰ بجو، د اسراییلو د پوځ یو ډله سرتېري چې د همدې ښارګوټي پر لور روان وو، د خپل ټانک تر هدف ګرځېدو وروسته ودرول شول. حزب‌الله په دې اړه د احتمالي تلفاتو جزئیات نه دي خپاره کړي.

په بل برید کې چې د «الطیبه – القنطره» پر سړک ترسره شوی، یو بل اسراییلي ټانک د هدایت‌کېدونکي توغندي په واسطه په نښه شوی دی. تر د دې خبر د خپرېدو پورې، د اسراییلو چارواکو د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی.

مرکاوا ټانک د اسراییلو د پوځ له پرمختللي زغره‌وال تجهیزاتو څخه شمېرل کېږي او په سیمه‌ییزو نښتو کې مهم رول لري. د دغسې بریدونو زیاتوالی کېدای شي د اسراییلو د یرغلیزې ځواکمنۍ د کمزورتیا نښه وي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button