مهم خبرونهنړیوال

روسیې د داعش او القاعدې د زیاتېدونکي ګواښ په اړه خبرداری ورکړ

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې د نړیوالو ترهګريزو او توندلارې ډلو، په ځانګړي ډول داعش او القاعدې له لوري ګواښونه ورځ تر بلې زیاتېږي. نوموړې څرګنده کړه، چې د دې ډلو د فعالیتونو پراختیا د سیمې او له هغې هاخوا نوي امنیتي اندېښنې راولاړې کړي دي.

زاخارووا د مسکو د «کروکوس» تالار دوه کاله پخواني برید ته په اشارې سره وویل، د جګړو له سیمو څخه ترهګرو ته د وسلو او مهماتو د لېږد خطر زیات شوی دی. د هغې په وینا، دا بهیر کولای شي ناامني ګاونډیو هېوادونو ته هم خپره کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې همدارنګه تایید کړه، چې څلور تاجکستاني وګړي، چې د کروکوس تالار پر برید پورې تړاو لرونکي و، د «تلپاتې بند» سزا ورته اورول شوې ده. دا برید هغه مهال په روسیه کې پراخ امنیتي غبرګونونه راپارولي وو.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button