یونیسف د افغانستان د نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانیستو غوښتنه وکړه

د جنوبي اسيا لپاره د يونيسف سيمهييز مشر، سانجي ويجسکرا، له طالبانو غوښتي چې د افغانستان د نجونو د ښوونځيو دروازې ژر تر ژره پرانيزي. نوموړي ټینګار کړی، د نجونو د زده کړو دوامداره محروميت د ميليونونو ماشومانو راتلونکی له خطر سره مخ کوي.
ويجسکرا د پنجشنبې په ورځ، د وري په شپږمه، په خپل رسمي اکس پاڼه کې ليکلي چې د افغانستان نجونې له اوږدې مودې راهيسې د درسي ټولګيو د بيا پيل انتظار باسي او د تعليمي کال پيل بايد د ټولو لپاره د هيلې پيغام وي. د ده په وينا، زده کړه د هيلې، انساني کرامت او د راتلونکي د جوړولو پيل دی.
د يونيسف سيمهييز مشر څرګنده کړې: «اوس وخت رارسېدلی چې د ښوونځيو دروازې بيا پرانيستل شي، ځکه هيله، کرامت او راتلونکی له زده کړې سره پيلېږي.» دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د طالبانو ادارې لا هم د شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو مخنيوی دوامداره کړی دی.
يونيسف له دې وړاندې هم زده کړه د هر ماشوم بنسټيز حق او د ټولنو د دوامدار پرمختګ زيربنا بللې وه. دغه د ملګرو ملتونو اداره خبرداری ورکړی چې د نجونو د ښوونځيو تړل نهيوازې د زده کړې حق نقضوي، بلکې هېواد ته اوږدمهاله ټولنيزې او اقتصادي ستونزې زېږوي.
نړيوالو بنسټونو او د ماشومانو د حقونو فعالانو څو ځلې له طالبانو غوښتنه کړې چې د نجونو د زده کړو د حق د تامين لپاره عملي ګامونه واخلي، خو دا غوښتنه لا هم بېپاسخه پاتې ده او د افغانستان د نجونو د زده کړو د راتلونکې په اړه اندېښنې زياتې شوي دي.




