طالبان د نورستان د دوو ولسوالیو د سقوط راپورونه رد کړل

د نورستان محلي چارواکو هغه راپورونه رد کړي چې وايي د برګ متال او کامدیش ولسوالۍ د طالبانو له واکه وتلې دي. د دغو چارواکو په وينا، يادې ولسوالۍ اوس هم د طالبانو د ادارې تر کنټرول لاندې دي.
د نورستان محلي اداره په يوه اعلاميه کې ويلي چې د دغو ولسوالیو د وضعیت په اړه خپاره شوي اوازې د «بهرنيو وابسته کسانو او مغرضه رسنيو» لهخوا خپرې شوې دي. د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د ياد شويو سيمو امنيتي حالت د طالبانو تر کنټرول لاندې دی او په اداري برخه کې هېڅ ډول بدلون نهدی راغلی.
خو له دې سره سره، په وروستیو ورځو کې د نورستان په ځينو لرې پرتو ولسوالیو کې د ناامنۍ په اړه ضد او نقيض راپورونه خپاره شوي چې دا موضوع د سيمې د خلکو اندېښنې راپارولي دي. نورستان د هېواد له هغو غرنیو او صعبالعبور ولايتونو څخه دی چې ځينو ولسواليو ته سړکونه رسېدلي نهدي، او همدا لامل د امنيتي وضعیت خپلواکه ارزونه له ستونزو سره مخ کوي.
د نورستان د والي وياند فريدون سميع ويلي چې پرون شاوخوا څلور ټنه درمل او خوراکي توکي د چرخبال له لارې د برګ متال او کامدیش ولسوالیو ته لېږدول شوي دي. د ده په وينا، دغه مرستې د سيمې د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره لېږل شوي او د مرستو بهیر به دوام ولري.
اداره طالبانو ټينګار کړی چې دوی به «یو انچ» هم د هېواد له خاورې د خپل کنټرول نه بهر پرېنږدي، خو د رسنيو او خپلواکو سرچينو د نشت له امله د دې ادعا د کره ارزونې امکان کم دی.




