مهم خبرونهنړیوال
د عراق مقاومت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۳ ډرون بریدونه ترسره شوي

د عراق اسلامي مقاومت اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د لسګونو بېپېلوټه الوتکو په کارولو ۲۳ عملیات ترسره کړي دي، چې د دوی په وینا د «دښمن اډې» یې په عراق او د سیمې په یو شمېر برخو کې په نښه کړي دي.
د دې ډلې د یوه اعلامیې له مخې، چې الجزیرې خپره کړې، دا بریدونه په یو وخت کې د عراق دننه او له دې هېواده بهر څو اډې هدف ګرځولي دي. په اعلامیه کې د بریدونو د دقیقو ځایونو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
دغه ډلې تر اوسه د احتمالي تلفاتو یا زیانونو په اړه څه نه دي ویلي او همدارنګه خپلواکو سرچینو هم تر اوسه جلا معلومات نه دي خپاره کړي.
په وروستیو میاشتو کې، په عراق کې یو شمېر وسلهوالو ډلو څو ځله د ورته بریدونو مسوولیت منلی، هغه بریدونه چې عموماً د راکټونو یا ډرونونو په وسیله ترسره کېږي او پراخ سیمهییز غبرګونونه یې راپارولي دي.




