په هند کې د سون توکو د زېرمو کموالی د پټرول پمپونو اوږدې ليکې رامنځته کړې

د هند له بېلابېلو برخو راپورونه ښيي چې د سون توکو د زېرمو د سخت کموالي له امله د دغه هېواد په پټرول پمپونو کې د موټرو اوږدې ليکې په بېساري ډول زياتې شوې دي. ويل کېږي هند يوازې د څو نورو ورځو لپاره د سون توکو ذخیره لري، او که اوسنی وضعیت همداسې دوام ومومي، د زېرمو د بشپړ ختمېدو امکان شته.
د سون توکو د تقاضا زياتوالی او د خلکو اندېښنه د لا زيات کمښت له امله لامل شوې چې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې اوسېدونکي د سون توکو د ترلاسه کولو لپاره څو ساعته انتظار وباسي. دا حالت د ښارونو پر تګ راتګ او اقتصادي فعالیتونو هم اغېز کړی دی.
له دې وړاندې، ایران یوازې محدود شمېر هندي تېلوړونکو کښتيو ته د هرمز تنګي د تېرېدو اجازه ورکوله. د راپورونو له مخې، دغه کښتۍ به د هر بیرل تېلو لپاره يو امريکايي ډالر اضافي ورکوله، او د هرې کښتۍ منځنی عايد د ایران لپاره شاوخوا دوه ميليونه ډالر اټکل شوی و.
هند چې له يوار و نیم میلیارد څخه زیاته نفوس لري، د نړۍ له ستر مصرفوونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي، او د سون توکو د تدارک په بهير کې هر ډول ګډوډي کولی شي په دغه هېواد کې پراخ اقتصادي او ټولنیز اغېز ولري.




