اقتصادمهم خبرونه

د افغانستان د مېوو لپاره نوي صاداراتي بازارونه موندل شوي

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي، تېر لمریز کال کې یې د افغانستان د تازه او وچه مېوې د صادراتو لپاره نوي بازارونه پیدا کړي دي. د دوی په وینا، دا ګام د صادراتو د پراختیا او د کورنیو محصولاتو د نوو سوداګریزو ځايونو ته د لاسرسي په موخه اخيستل شوی دی.

تازه او وچه مېوه د افغانستان د مهمو صاداراتي توکو له ډلې څخه دي، او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ډېری کسان د باغدارۍ او کرنیزو محصولاتو د تولید له لارې خپل ژوند پرمخ وړي. د نوو بازارونو جوړېدل کولای شي د مېوو د پلور په زیاتوالي او د حاصلاتو د ضایعاتو په کمېدو کې مرسته وکړي.

د وزارت مسوولینو که څه هم د صادراتو د کچې او هغو هېوادونو په اړه ډېر جزئیات نه دي ورکړي، خو ټینګار کوي چې هڅې روانې دي څو د افغانستان تولیدات په سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو کې خپل ځای لا پیاوړی کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button