کلتور او هنرمهم خبرونه
د عيد په رخصتيو کې نږدې ۳ لکه کورني او بهرني سياحان ننګرهار ته تللي

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولان په ننګرهار ولايت کې ويلي چې د کوچني عيد د رخصتيو پر مهال شاوخوا ۳۰۰ زره کورني او بهرني ګرځندويان دغه ولايت ته ورغلي دي.
د دې مسوولانو په وينا، ګرځندويانو د ننګرهار له تاريخي او تفريحي ځايونو څخه ليدنه کړې ده، چې پکې باغ مملې، سراج العمارت، امير شهيد او يو شمېر نور تاريخي باغونه شامل دي. همدارنګه، يو شمېر ليدونکي د ولايت ولسوالۍو ته تللي او د طبيعي منظرو او شنو سيمو څخه يې هم ليدنه کړې ده.
ننګرهار ولايت د افغانستان په ختيځ کې موقعيت لري او د نسبتاً معتدلې هوا، باغونو او تاريخي يادګارونو له امله د هېواد له مهمو ګرځندويزو سيمو څخه شمېرل کېږي. د وروستيو کلونو په اوږدو کې، د دې ولايت اوسېدونکو څو ځل د تاريخي او طبيعي سيمو د ساتنې او پاملرنې پر اړتيا ټينګار کړی دی.




