مهم خبرونهنړیوال
د ایران د اطلاعرسونې شورا مشر: د ټرمپ د ۱۵ مادو وړاندیز ادعا دروغ ده

د ایران د حکومت د اطلاعرسونې د شورا مشر د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې ناسمې بللې چې ویلي یې دي، د جګړې د بندېدو لپاره یې د ۱۵ مادو وړاندیز کړی. هغه له خلکو وغوښتل چې د دغو څرګندونو پر بنسټ قضاوت ونه کړي.
حضرَتي، د دغې ادعا په غبرګون کې وویل، د ایران مخالفان اوس هغه موضوعات په بله بڼه مطرح کوي چې د ده په وینا، د بریدونو پر مهال یې په ترلاسه کولو کې پاتې راغلي دي. ده ټینګار وکړ چې د ټرمپ خبرې «دروغ» دي او باید د ارزونې یا تحلیل بنسټ ونه ګرځي.
دغه څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې ټرمپ ادعا وکړه، د جګړې د بندېدو په موخه یې یو ۱۵ مادیز طرح وړاندې کړې ده – ادعا چې د ایران د چارواکو غبرګون یې راپارولی دی.
تر اوسه د دواړو لورو لهخوا د دغې ادعا د منځپانګې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.




