د طالبانو د مخالفانو دوه ورځنی غونډه په لندن کې ترسره شوه

د «زنان برای افغانستان» بنسټ اعلان کړی چې د «یووالي او باور پر لور» تر عنوان لاندې دوه ورځنۍ غونډه د شاوخوا ۴۰ تنو د طالبانو د ادارې مخالفانو، سیاسي او مدني فعالانو په ګډون په لندن کې رامنځته شوې ده. دغه غونډه د سهشنبې په ورځ پیل شوې او نن چهارشنبه، د حمل پنځمه نېټه، دوام لري.
د دې بنسټ په وینا، په غونډه کې د سیاسي ګوندونو استازي، د خبرو اترو پروسې، د مدني ټولنې بنسټونه، رسنۍ او یو شمېر اغېزمن سیاسي او مدني شخصیتونه ګډون لري. د غونډې تنظیموونکو ویلي، د دې ناستې اصلي هدف د یووالي پیاوړتیا، د ګډو اصولو ټینګښت او د افغانستان د روان بحران ارزونه ده؛ هغه بحران چې د طالبانو د ادارې له واکمنېدو وروسته پراخ سیاسي، ټولنیز او بشري اړخونه موندلي دي.
د خپرې شوې اعلامیې له مخې، د غونډې لومړۍ ورځ د متقابل درک د زیاتوالي او د اعتماد د فضا د رامنځته کولو پر هدف تمرکز درلود، او د هغو ګډو ټکو پر بنسټ وه چې د تېر پړاو په خبرو کې پېژندل شوي وو. ګډونوالو د افغانستان د راتلونکي لپاره پر ګډ لیدلوري او هغو لومړیتوبونو بحث کړی چې کولای شي د افغانانو د هيلو مخې ته د راتلونکي انځور برابره کړي.
ټاکل شوې چې د غونډې په دوهمه ورځ ګډونوال له یو شمېر ډیپلوماټانو، سفیرانو، د بریتانیا د اعیان او استازو د مجلس له غړو، همدارنګه د مدني بنسټونو او د دې هېواد له فکري مرکزونو سره وګوري. د دغو لیدنو موخه د افغانستان د بنسټیزو لومړیتوبونو په اړه د ګډو درکونو پیاوړتیا او د افغان جریانونو او د هغوی د نړیوالو شریکانو تر منځ د خبرو اترو پراخېدل بلل شوي دي.
د «زنان برای افغانستان» بنسټ هیله څرګنده کړې چې دا ډول غونډې به د باور جوړونې، سیاسي یووالي او د ګډو لومړیتوبونو د پېژندنې بهیر لا پیاوړی کړي؛ یو بهیر چې د غونډې د تنظیموونکو په باور، د یوې سولهییزې، باثباته او هر اړخیزې راتلونکې د جوړولو لپاره اړین دی، داسې راتلونکې چې ښځې پکې مرکزي او اغېزناک رول ولري.
د دغو خبرو لومړۍ دوره تېر کال په اسلاماباد، پاکستان کې ترسره شوې وه.




