ټولنه‌یزمهم خبرونهنړیوال

آلمان له هامبورګ څخه دوه افغان وګړي کابل ته وشړل

د آلمان چارواکو ویلي چې دوه افغان وګړي د خپلې بند سزا له پای ته رسېدو وروسته له هامبورګ ښار څخه کابل ته شړل شوي دي. د رسمي سرچینو په وینا، دغه کسان نېغ له زندان څخه هوایي ډګر ته انتقال شوي او د عادي الوتنو له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي. چارواکو د دغو کسانو هویت نه‌دی څرګند کړی، خو ویلي یې دي چې یو یې ۳۰ کلن سړی دی چې د پولیسو پر مامورانو د برید له امله مجرم پېژندل شوی و. دویم کس، ۳۲ کلن سړی معرفي شوی چې د تکراري بریدونو، وسلوالې غلا او د نورو د ګواښلو له کبله محکوم شوی دی. دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې آلمان له طالبانو سره د قونسلګري اړیکو له بیا ټینګېدو وروسته، د هغو پناه‌غوښتونکو د شړلو بهیر چټک کړی چې د جرم سابقه لري. د افغان وګړو شړل هغه هېواد ته چې د طالبانو تر واک لاندې دی، تل د بشري حقونو د اندېښنو سره مل وي، ځکه ګڼ راپورونه ښيي چې په افغانستان کې د بنسټیزو حقونو وضعیت او محدودیتونه لاهم د اندېښنې وړ دي. له دې وړاندې هم شل افغان وګړي چې په بېلابېلو جرمونو محکوم شوي وو، د لایپڅیګ له ښار څخه په ځانګړې الوتنه کې کابل ته لېږدول شوي وو. نوی د شړلو بهیر څرګندوي چې برلین د هغو مهاجرو په وړاندې چې درانه جرمونه کوي، لا سخت دریځ خپله کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button