ټولنهیز
شاوخوا ۷۰ زره کسانو د اختر په رخصتيو کې د پروان له سیاحتي سیمو لیدنه کړې ده

د پروان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي، له اختر د رخصتيو له پیل راهیسې تر اوسه پورې نږدې ۷۰ زره کورنیو سیلانیانو د دې ولایت له سیاحتي او تفریحي سیمو څخه لیدنه کړې ده.
د دې ریاست مسوولین وایي، د دې سیلانیانو لویه برخه د ارغوان غونډۍ ته تللې ده؛ هغه طبیعي سیمه چې هر کال د پسرلي په فصل کې د کابل او نورو ولایتونو زرګونه اوسېدونکي د ځان میلمه کوي. د چارواکو په وینا، د لیدونکو د ورتګ لړۍ لا هم روانه ده او هره ورځ یو شمېر کورنۍ او ځوانان د تفریح لپاره دې ولایت ته سفر کوي.
د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د امنیت ټينګښت، ښه هوا او طبیعي ښکلا هغه مهم عوامل بللي چې د سیلانیانو د زیاتوالي لامل شوي دي. پروان چې غرني ځایونه، شنې درېګانې او د کابل سره نږدې واټن لري، د لنډو سفرونو لپاره یو له مشهورو مقاصدو ګڼل کېږي.




