اقتصاددوهم سرلیکمهم خبرونه

په افغانستان کې د سرو زرو او سپینو زرو بیې په پام وړ ډول راټیټې شوې

د افغانستان د زرګرانو د اتحادیې رئیس وايي، د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې د سرو زرو او سپينو زرو بیې په پام وړ ډول راکمې شوې دي؛ هغه دا بدلون د نړیوالو بازارونو د بدلونونو او د سیمې د وضعیت له امله بولي.

محمد بشیر احسان وايي، د هر اونس سرو زرو بیه له ۵۲۰۰ ډالرو څخه ۴۱۰۰ ډالرو ته راټیټه شوې ده. همدارنګه د سپینو زرو بیه هم د ۹۲ ډالرو په کمېدو سره شاوخوا ۶۱ ډالرو ته رسېدلې ده.

د زرګرانو په وینا، دغه بدلونونه لومړی په نړیوالو بازارونو کې رامنځته شوي او وروسته یې د افغانستان پر کورنیو راکړو ورکړو اغېز کړی دی. د قیمتي فلزاتو د بیو کمېدل په داسې حال کې رامنځته شوي چې د افغانستان کورني بازارونه هم د نړیوالو نرخونو له بدلونونو سره نږدې تړاو لري.

د زرګرانو اتحادیه ټینګار کوي چې د دې بهیر دوام به د نړیوالو اقتصادي شرایطو او سیمه‌ییزو پرمختګونو پورې اړه ولري، او کورني بازارونه به هم د همدې عواملو له امله له نوسان سره مخ وي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button