اروپايي اتحاديه: پر زېربناوو بريدونه به جګړه نوره هم زياته کړي

د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو مشر ويلي، هر ډول بريد پر حياتي زېربناوو په منځني ختيځ کې د جګړې د پراختيا او سيمې د لا زياتې بېثباتۍ لامل کېدای شي. نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د امريکا د ولسمشر دونالد ټرمپ وروستۍ څرګندونې د ايران د انرژۍ پر زېربناوو د نهنښانې کولو په اړه خپرې شوې.
کایا کالاس، چې دا مهال په نايجېريا کې په رسمي سفر بوخته ده، د دوشنبې په ورځ په يوه خبري غونډه کې وويل، د ولسمشر ټرمپ وروستۍ څرګندونې چې پر انرژۍ زېربناوو بريدونه نهشي ترسره کېدلی، «يو مثبت پرمختګ» دی. د هغې په وينا، دا دريځ کولی شي د تاوتريخوالي د زياتېدو مخه ونيسي.
هغې ټينګار وکړ چې د زېربناوو نښه کول يوازې د سيمې ګډوډي نهزياتوي، بلکې د جګړې لمن هم پراخوي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په تېرو مياشتو کې د منځني ختيځ کړکېچونه زيات شوي او د جګړې د پراختيا اندېښنې اوس هم دوام لري.
څو ساعته تر دې وړاندې، د امريکا ولسمشر دونالد ټرمپ اعلان کړی و چې واشنګټن له ايران سره د منځني ختيځ د کړکېچ د «بشپړې هوارۍ» په اړه «ډېرې ښې خبرې» کړي او د ايران پر حياتي زېربناوو د احتمالي پوځي اقدام پرېکړه يې وځنډوله.




