د پېښو پر ضد د مبارزې ادارې ۱۳۷ هوکړهليکونه لاسلیک کړي

د ملي پېښو پر ضد د مبارزې ادارې ويلي، چې د ۱۴۰۴ لمريز کال په ترڅ کې يې د ملي او نړيوالو بنسټونو سره ۱۳۷ د همکارۍ هوکړهليکونه لاسليک کړي، چې ټول ارزښت يې ۵۳ ميليونه او ۴۰۵ زره او ۸۷۷۰ امريکايي ډالرو ته رسېږي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، ياد هوکړهليکونه د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي د پياوړتيا، د عاجلو مرستو د رسولو او د زيانمنو کورنيو د ملاتړ په موخه د هېواد په بېلابېلو سيمو کې لاسليک شوي دي.
افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی، چې د طبيعي پېښو لکه سېلابونو، زلزلو او وچکالۍ له امله ډېر زيانمنېږي، او هر کال زرګونه خلک په بېلابېلو ولايتونو کې د دغو پېښو له امله اغېزمنېږي.
خو د طالبانو اداره تراوسه پورې د دې بودجې د لګښت څرنګوالي، د پروژو د تطبيق د څار پر بهير او د زيانمنو سيمو د واقعي ونډې په اړه کره جزئيات نه دي خپاره کړي؛ دا هغه موضوع ده، چې تل د هېوادوالو او د مرستو رسوونکو بنسټونو له لوري د شفافيت او حساب ورکونې په تړاو يوه جدي غوښتنه بلل کېږي.




