د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د خپلو اتباعو لپاره د امنيتي ګواښونو خبرداری ورکړی

د متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت د يو امنیتي خبرداري په خپرولو سره له خپلو اتباعو څخه غوښتنه کړې چې په ټوله نړۍ، په ځانګړي ډول په منځني ختیځ کې، د احتیاطي تدابيرو کچه لوړه کړي. دغه وزارت ويلي چې د امريکا ځينې ديپلوماټيکې تاسيسات، حتا د منځني ختيځ له سيمې بهر، د بریدونو هدف ګرځېدلي او د امريکايي ګټو پر وړاندې د ګواښ امکان لا هم شته.
په دې خبرداري کې راغلي چې د ايران د ملاتړو ډلې ښايي د امريکا له اړوندو ځایونو، شتمنيو او امريکايي اتباعو سره تړلي هدفونه په بېلابېلو سيمو کې تر بريد لاندې ونيسي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د دغو پېښو د دقيقو ځایونو په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.
همدارنګه تاکيد شوی چې په ځينو هېوادونو کې د هوايي حريم موقتي تړل کېدل د امريکايي اتباعو د سفرونو په مهال د اختلال سبب کېدای شي. له همدې امله، له دوی غوښتنه شوې چې د هر سفر مخکې د امنيتي حالاتو او رسمي خبرتياوو دقيقه کتنه وکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې د نږدې امريکايي سفارت يا قونسلګرۍ له لوري خپاره شوي لارښوونې تعقیب کړي او که اړتيا پېښه شي، له دغو ډيپلوماټيکو استازوليو سره اړیکه ونيسي.
د وروستيو تنشونو او د امريکا او اسراییلو لهخوا پر ايران د بریدونو تر پيل وروسته، راپورونه وايي چې د ايران اړوند اډې او مرکزونه په سيمه کې تر بريدونو لاندې راغلي دي. د دغو بدلونونو په پایله کې، متحده ایالاتو زرګونه اتباع له منځني ختيځ څخه راايستلي او په يو شمېر هېوادونو کې یې د خپلو ډيپلوماټيکو استازوليو فعاليتونه محدود کړي دي.




