د طالبانو استازي د اندونیزیا له محمدیه ګوند سره د همکارۍ پر امکان خبرې کړي

مولوي سعدالله بلوچ، چې د طالبانو له لوري د افغانستان د سفیر په توګه جاکارتا ته ټاکل شوی، تازه له پروفیسر شفیق مغني او د اندونیزیا د محمدیه ګوند له یو شمېر نورو برجستو غړیو سره لیدنه کړې ده.
د طالبانو تر ادارې لاندې سفارت وايي، دا لیدنه د تعلیمي او روغتیايي برخو کې د همکارۍ د امکاناتو د ارزونې لپاره شوې ده. خو د طالبانو د پراخو کورنیو محدودیتونو په پام کې نیولو سره، دا ډول تعاملات د افغانستان د خلکو پر ژوند د اثر او صداقت په اړه پوښتنې راپورته کوي.
د یاد سفارت د اعلامیې له مخې، محمدیه ګوند د اندونیزیا یو له تر ټولو لویو غیر دولتي ټولنو څخه دی، چې د ټولنیزو خدماتو په تېره د تعلیم او صحت په برخه کې فعاله ونډه لري. دا اسلامي اداره له ۱۰۰ کلونو زیات سابقه لري او په هغه هېواد کې د مدني ټولنې یو له اغېزناکو جریانونو ګڼل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو اداره دننه په افغانستان کې میلیونونه ماشومان، په ځانګړي ډول نجونې، له زده کړو محرومې کړي او د هېواد روغتیایي نظام له ژورو بحرانونو سره مخ دی. له همدې امله، د طالبانو چارواکو له خوا ژمنې شوې نړیوالې همکارۍ تر ډېره د یو سمبولیک اقدام بڼه لري، نه د واقعي اصلاحاتو.




