د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

د افغان متحدانو د برخلیک ناڅرګندوالی؛ د وتلو وروستۍ نېټه د مارچ ۳۱ ده

د «افغان ایواک» ادارې ويلي چې د امريکا افغان متحدانو برخليک تر اوسه هم روښانه نه دی او د هغوی د راتلونکې په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي. د دې ادارې په وينا، د امريکا حکومت پرېکړه کړې چې دغه کسان به د امريکا خاورې ته نه لېږدول کېږي، خو تر اوسه يې د بديل اپشن په اړه هم هيڅ وضاحت نه دی ورکړی.

د دې ادارې مشر، شان درايفر، ويلي چې د استوګنې د ځای په اړه د روښانه پرېکړې نشتوالی د دغو متحدانو تر منځ جدي اندېښنې رامنځته کړي دي. نوموړي زياته کړه چې دغه کسان د يو مشخص ځای اعلان ته په انتظار دي، تر څو د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه وکړای شي.

د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، د مارچ ۳۱ نېټه د دغو افغانانو د وتلو وروستۍ مهلت ټاکل شوې ده. د دې نېټې د رانژدې کېدو سره، د دوی د حقوقي وضعيت او راتلونکي استوګنځي په اړه اندېښنې زياتې شوې دي.

د امريکا افغان متحدان هغه کسان دي چې په تېرو کلونو کې د امريکايي ادارو سره يې مرسته کړې ده او د افغانستان له سياسي بدلونونو وروسته د خوندي هېوادونو د استوګنې لټه کوي. له دې سره سره، تر اوسه د دوی د لېږد لپاره د بديل پلان په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button