اقتصادمهم خبرونه

د امارتي ملي بس رسمي خدمت د کابل او پکتيا تر منځ پيل شو

د امارتي ملي بس رياست اعلان کړی چې د ۱۴۰۵ لمريز کال د وري له دوهمې نېټې څخه د دغه شرکت رسمي بس خدمت د کابل او پکتيا ترمنځ پيل شوی دی. د شرکت چارواکي وايي چې دا خدمت به په منظم ډول په دې لاره کې وړاندې کېږي.

د امارتي ملي بس مسؤلينو هدف دا ښوودلی چې د دې لارې پيل د خوندي، منظم او باوري ترانسپورتي خدمتونو برابرول دي، څو وګړي وکولی شي له اسانتيا سره سفر وکړي. د دوی په وينا، دا ګام د شرکت د ترانسپورتي خدمتونو د پراخولو په لړ کې پورته شوی دی.

پکتيا ولايت د هېواد په سوېل ختيځ کې پروت دی او د کابل–پکتيا لويه لاره د دواړو ولايتونو د اوسېدونکو د تګ راتګ له مهمو لارو شمېرل کېږي. په تېرو کلونو کې د دې لارې اوسېدونکو تل د ترانسپورتي خدمتونو د ښه والي او د تګ راتګ د اسانتياوو د زياتوالي غوښتنه کړې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button