سياستمهم خبرونه

د طالبانو ادارې د دولتي کارکوونکو د حاضری څارنې بهیر پیل کړی

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی چې د مرکز او ولایتونو په دولتي ادارو کې د کارکوونکو د حاضری او فعالیت د څارنې او تفتیش بهیر پیل شوی دی. د دې وزارت په وینا، دا اقدام د کوچني اختر تر رخصتیو وروسته او د طالبانو د ریاست‌الوزرا د حکم پر بنسټ عملي کېږي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوې، راغلي چې څارونکي مکلف شوي څو د کارکوونکو د حاضرۍ کچه او د دندو پر وړاندې د هغوی پابندي وڅېړي. دا تفتیش د حاضری ثبتول او د اداري چارو د ترسره کولو څرنګوالی ارزوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي چې د دې اقدام هدف د هېواد اوسېدونکو ته د خدماتو پر وخت وړاندې کول او له ځنډ او خنډ څخه د مخنیوي لپاره کار کول دي. له بلې خوا، په وروستیو کلونو کې یو شمېر اوسېدونکو په ځینو ادارو کې د کار د ورووالي او د خدماتو ته د لاسرسي د ستونزو شکایتونه کړي دي، چې دا موضوع د طالبانو له لوري د شفافې څارنې او دوامدارې حساب‌ورکونې غوښتنه کوي.

د اداري چارو کارپوهان ټینګار کوي چې د عامه خدماتو د کیفیت ښه‌والی، یوازې د کارکوونکو د حاضری څارنې پورې محدود نه دی، بلکې د ادارو د جوړښتونو اصلاح، د متخصصو کسانو ګمارنه او د حساب‌ورکونکو میکانېزمونو رامنځته کول هم اړین دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button