طالبانو د اقلیم بدلون کنفرانس لپاره خپل استازی عمان ته استولی

په داسې حال کې چې د طالبانو اداره د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره دیپلوماتیکې هڅې کوي، حافظ عمر چې د دې ادارې له لوري د عمان سلطنت لپاره د سفیر په توګه معرفي شوی، د اقلیم بدلون په اړه د مسقط په ښار کې جوړ شوي کنفرانس کې ګډون کړی دی.
دغه کنفرانس د عمان د چاپېریال ساتنې ادارې په نوښت او د دې ادارې د عمومي رئیس، ډاکټر عبدالله بن علي العمري، تر مشرۍ لاندې جوړ شوی و، چې پکې یو شمېر رسمي چارواکو او د چاپېریال کارپوهانو برخه اخیستې وه. په دې غونډه کې د دې هېواد د اقلیم لپاره پر راتلونکو پروګرامونو بحث وشو.
د کنفرانس تنظیموونکو اعلان وکړ چې د عمان د “اقلیم اونۍ” تر نامه لاندې غونډه به د ۲۰۲۶ ز کال د سپټمبر له ۱۴مې تر ۱۶مې پورې د دغه هېواد د کنفرانسونو په مرکز کې ترسره شي. د مسئولانو په وینا، په دې برنامه کې به د چاپېریال په برخه کې تازه نړیوالې څېړنې نندارې ته وړاندې شي.
همدارنګه ویل شوي چې حافظ عمر د دې کنفرانس یوه ورځ مخکې، د عمان د بهرنیو چارو وزارت د کلنۍ شپږمې ناستې برخه هم اخیستې وه. په دې غونډه کې د عمان د بهرنیو چارو وزیر سید بدر بن حمد البوسعیدي، د دې هېواد د مېشتو دیپلوماتیکو هیئتونو مشران او د نړیوالو ادارو استازي ګډون کړی و.
د طالبانو د ادارې استازی په داسې غونډو کې ګډون کوي چې لا هم دا اداره د نړۍ هېڅ هېواد لخوا په رسمیت نه ده پېژندل شوې، او د افغانستان په داخل کې د چاپېریال او طبیعي منابعو د مدیریت په برخه کې د دوی دوهګونی چلند تل د کورنیو او نړیوالو بنسټونو لخوا تر نیوکې لاندې راغلی دی.




