یونیسف: د افغانستان یو پر درېیمو ښوونځیو کې پاکې اوبه نشته

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ويلي چې د افغانستان یو پر درېیمو ښوونځیو کې د څښلو پاکې اوبه نشته، او نیمایي ښوونیزې مؤسسې یې هم له کافي حفظ الصحې اسانتیاوو بې برخې دي. د دغه سازمان په وینا، دا حالت په مستقیم ډول د ماشومانو، په ځانګړې توګه د نجونو، پر دوامدار زده کړو منفي اغیز کړی دی.
یونیسف د دوشنبې په ورځ، د وري په درېیمه، په یوه راپور کې ویلي چې د پاکو اوبو او مناسبې روغتیایي پاملرنې نشتوالی د شاګردانو منظم ګډون په ټولګیو کې له ستونزو سره مخ کړی او د ښوونځي پرېښوولو کچه یې لوړه کړې ده. د راپور له مخې، د هېواد له ۶۰ فیصده ډېرو ښوونځیو کې د نجونو جلا تشنابونه نشته، چې دا د نجونو د زده کړو پر وړاندې یو له جدي خنډونو څخه ګڼل کېږي.
په داسې حال کې چې د افغانستان د تعلیم نظام په وروستیو کلونو کې له پراخو محدودیتونو، په ځانګړي ډول د نجونو لپاره، سره مخ شوی، د ښوونځیو په کچه د لومړنیو صحي اسانتیاوو نشتوالی هم پر زده کوونکو فشار زیات کړی دی. د تعلیم چارو کارپوهان ټینګار کوي چې د خوندي او معیاري زده کړو چاپېریال برابرول د طالبانو د ادارې له اساسي مسوولیتونو څخه دي، او د دې برخې بېپروایي د نوي نسل راتلونکی له خطر سره مخ کوي.
یونیسف زیاته کړې چې د نړیوال بانک په همکارۍ د افغانستان په ښوونځیو کې د اوبو، حفظ الصحې او روغتیایي خدمتونو د ښه والي لپاره کار کوي. د دې ادارې د معلوماتو له مخې، تر اوسه په لوګر ولایت کې ۹ ښوونځي له نوو اسانتیاوو سمبال شوي، چې دا کار پر نږدې ۲ زره او ۳۰۰ ماشومانو او ۴۷ ښوونکو اغېزه کړې او د نورو زده کوونکو د بېرته راګرځېدو او نوملیکنې زمینه یې برابره کړې ده.




