در کندهار کې سخت طوفان د بېرته راګرېدلي مهاجر تولیدي فابریکه له منځه يوړه

د کندهار ولایت په یوه تولیدي فابریکه باندې د سخت طوفان له امله بشپړ تخریب رامنځته شوی او شاوخوا درې میلیونه افغانۍ مالي زیان یې اړولی دی. دا پېښه پرون شوې او د سیمهییزو چارواکو په وینا، د فابریکې ټول تاسیسات او تجهیزات له منځه تللي دي.
د فابریکې مالک، چې له هېواد ته تر ستنېدو وروسته یې په تولیدي برخه کې پانګونه کړې وه، وايي د فابریکې د بشپړ ورانېدو له امله لسګونه کارګرانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. نوموړي ټینګار وکړ چې د دې وضعیت دوام د هغو کورنیو اقتصادي ستونزې زیاتولی شي، چې له دې فابریکې سره تړلې وې.
یاد بېرته راګرېدلی مهاجر له د طالبانو ادارې او همدارنګه د مرستهرسوونکو بنسټونو غوښتنه وکړه چې د زیانونو د جبران او بېکارو شوو کارګرانو د ملاتړ لپاره عاجل ګامونه واخلي. د هغه په وینا، پرته له عملي مرستې د فابریکې بیا رغونه او د تولیدي فعالیتونو بیا پیل ناشونی دی.
اقتصادي کارپوهان تل ټینګار کوي چې د وړو پانګونو ملاتړ، په ځانګړي ډول د بېرته راګرېدلو مهاجرینو لهخوا، د بیکاري په کمولو او د سیمهییز اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول لري.




