ټولنه‌یزمهم خبرونهمهم سرلیک

د افغانستان په ښارونو او کلیو کې د اوبو او ښاري خدمتونو نابرابري اندېښنې زیاتې کړې

د ملګرو ملتونو د استوګنځایونو پروګرام (UN-Habitat) ویلي چې په افغانستان کې د استوګنځای، ځمکې او بنسټیزو خدماتو په ترلاسه کولو کې نابرابري لامل شوې چې ډېر شمیر اوسېدونکي له پاکو اوبو او د حفظ‌الصحې له اسانتیاوو بې برخې پاتې شي.

یاد بنسټ وايي، د اوبو او روغتیایي سیستمونو ستونزه یوازې د بنسټیزو جوړښتونو د نشتوالي په دلیل نه ده، بلکې له برابري، د انساني کرامت او د اساسي بشري حقونو له مسئلې سره نېغ تړاو لري. د دغو خدمتونو ناعادلانه لاسرسی د زرګونو کورنیو ورځنی ژوند په ښارونو او کلیوالو سیمو کې له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

د ښاري چارو کارپوهان ټینګار کوي چې د پاکو اوبو او معیاري فاضلابي سیستمونو ته لاسرسی د بنسټیزو بشري حقونو له ډلې ګڼل کېږي، او له دې محروم پاتې کېدل د پراخو روغتیایي او ټولنیزو پایلو لامل کېدای شي. په داسې هېواد کې لکه افغانستان، چې د وګړو لویه برخه له فقر او اقتصادي بې‌ثباتۍ سره لاس او ګرېوان ده، د دغو خدمتونو برابرول ځانګړې اهميت لري.

په عین وخت کې، د طالبانو اداره تر اوسه د ښاري او کلیوالي خدمتونو د نابرابرې وېش د حل لپاره هېڅ هراړخیز او شفاف پلان نه دی وړاندې کړی. د دې وضعیت دوام د ټولنیزو واټنونو د ژورتیا او د کم عاید لرونکو قشرونو د زیان‌منېدنې په اړه اندېښنې لا زیاتې کړې دي.

نړیوال بنسټونه ټینګار کوي چې د افغانستان د اوبو او روغتیایي خدمتونو د کړکېچ د حل لپاره د ټولنیز عدالت پر بنسټ، دایمي پانګونې او مسؤل مدیریت اړتيا ده؛ یوه موضوع چې د کورنیو چارواکو له عملي ژمنې پرته، تر لاسه کول یې سخت دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button